اسلام آباد۔26نومبر(اے پی ??ی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د خپل روسي همڅنګ په خصوصي بلنه پارليماني پلاوي سره د روسيه په درې ورځنۍ دوره روان شوے۔ د قامي اسمبلۍ سیكرټرېټ ??ه مخې په پارليماني پلاوي كښې د قامي اسمبلۍ غړي عبدالقادر پټیل، سید آغا ، ډاكټر اېم فاروق ستار، رانا اېم حیات خان او شیر علی ارباب شامل دي۔ د دورې مقصد پاك – روسيه اړيكې مضبوطولو له پارليماني رابطو ته وده وركول دي۔ س??یک?? به د خپلې دورې په مهال خپل روسي همڅنګ ٬ نائب وزيراعظم ٬ خارجه وزير او نورو مهمو سياسي شخصياتو سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔ په ملاقاتونو كښې به د دواړو هېوادو??و د پارليمانونو ترمينځه تړون ته ودې وركولو سره اړوند يادښتونه لاس ليك كولې شي۔ د س??یک?? په مشرۍ كښې د پارليماني پلاوي دوره به د دواړو هېوادونو ترمينځه يو مهم سنګ ميل ثابت شي۔ پاکستانے پلاوې به په روسيه كښې د پاتې كېدو په مهال د بېلو تاريخي او كلتوري ځايو??و دوره هم كوي۔ د پارليماني پلاوي دې دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو له مرسته ترلاسه شي۔ دا خبره دې ياده وي چې پاك – روس اريكې په سيمه ايزه او نړيواله كچه زياتې مهمې ګڼلې شي۔
Nguồn bài viết : XSMB hôm qua