اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې څوك هم ګډوډې جوړوي ګرفتارولے به شي٬ د بهرنيو مېلمنو د راتللو په موقعه اړې ګړې به په هېڅ صورت قبلولې نه شي٬ حكومت له دړكو څخه نه وېرېږي ، د كے پي كے وزيراعلی دې په وفا?? د ??ريد په ځاے په خپله صوبه كښې د امن بحالۍ ته پام وګرځوي۔ د اتوار په ورځ د ډي چوك دورې په موقعه ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې د احتجاج د كال په مهال د اسلام آباد وګړو ته لږ تر لږ زحمت وركړے شي٬ اوس بهرنې پلاوي پاكستان ته رارسېدونكې دې سبا به د بېلاروس صدر هم د پاكستان په دوره راورسي۔ د بهرني پلاوي په لاره كښې احتجاج كوؤنكي مظاهرچيان پوليس نيولې او منتشر كړې دي او د هغوي روټ كليئر كړې شوې دې٬ په هېواد كښې ??وبائل سروس چلېږي ٬ د حفاظتي تدبير په توګه انټرنېټ تر څه حده بند كړے شوے دے۔ د ډي چوك نګراني آئي او ډي آئي جي پخپله كوي۔ ده ووئيل د تېر احتجاج په مقابله كښې دا ځل لارې كمې بندې كړې شوي دي۔ ده ووئيل په دې احتجاج كښې چې كوم مالي زيان وشي هغه به احتجاج څخه وروستو اولس ته وړاندې كولې شي دغسې چې هغوي حقيقت څخه ??بر كړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??حسن نقوي ووئيل د كوم ه?? شرپسندۍ څخه ??چ كولو له به مونږ له پلازمينه محفوظ كول وي۔ مونږ سره يو آپشن دا دے چې هغوي ته دلته د راتلو او ناستې كولو اجازه وركړې شي او دويم دا چې هغوي داسې كولسو څخه منع كړې شي۔ مونږ له اسلام آباد محفوظ جوړول دي۔ مونږ له كومو دړكو څخه نه ويرېږو٬ دا به د پي ټي آئي په ګټه نه وي۔ د كرم د صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دغلته اوس هم حالات ښه نه دي٬ وفاق په دې لړ كښې ??ول ممكنه ګامونه پورته كوي او د صوبائي حكومت مرسته كوي٬ كاش صوبائي حكومت په وفا?? د ??ريد په ځاے دغلته د صورتحال سنبالولو هڅه وكړي۔ داخله وزير ووئيل د اسلام آباد هائي كورټ د پرېكړې په رڼا كښې ??و د پي ټي آئي مشرتابه سره تماس ونيولو خو هغوي هېڅ ځواب رانكړو۔ ده ووئيل دا مهال د پنجاب په شمول په نورو صوبو كښې د احتجاج كومه اطلاع نه ده رامخې ته شوې٬ يوازې د خېبر پښتونخوا خلك احتجاج لپاره راوتلې دي۔ ده ووئيل مونږ لاريونونو كښې افغان وګړي نيولي دي۔ ده ووئيل پي ټي آئي څخه ??ې پوښتنه وكړې شي چې هغوي د بهرنيو عناصرو په مرسته احتجاج كول غواړي۔ ده ووئيل د نېكټا لخوا د ترهګرۍ خطرو سره اړوند الرټ څخه مو صوبائي حكومت خبر كړے دے۔
Nguồn bài viết : trực tiếp kết quả bóng đá