اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د زيارت په ورځ د پارليمنټ هاؤس د كيفيټريا دوره كړې ۔ سپيكر د دورې په مهال كيفيټريا كښې د صفائي د انتظامات او خوراك د معيار جاج واخست۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر په كيفيټريا كښې موجود پارليماني غړو او ميډيا استازو سره هم خبرې وكړی۔د دې نه پس د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پارليمنټ هاؤس د ودانۍ بېلو برخو ??وره هم وكړه او د مرمتي كارونو٬ د صفائۍ انتظامات جاج يې واغست۔ده د صفائۍ په ناقص انتظامات د خشم څرګندونه وكړه۔ده د سي ډي اے چارواكو ته د صفائۍ انتظامات ښه والي لپاره هدايت وكړو۔ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل په پارليمنټ هاؤس كښې د شوو مرمتي كارونو جاج اخستلو سره په پارليمنټ هاؤس كښې د مرمتۍ كارونو په معيار به كومه سمجهوته ونه كړې شي ۔ده ووئيل د اولس د ټيكسونو څخه ترلاسه كېدونكې پيسې په كفايت شعارۍ او د ضرورت له مخې بايد وكارولې شي۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سېكرټري طاهر حسېن٬د قانون سازۍ/ سپيشل اي??وا??زر سېكرټري محمد مشتاق٬د خاص اقدامات سپيشل سېكرټري سيد شمع??ن هاشمي٬د قامي اسمبلۍ او سي ډي اے نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔
Nguồn bài viết : Crown Poker Club